د سرکاڼو قومي مشرانو د کونړ امنیه قوماندان سره د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د کونړ امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې د سرکاڼو ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو د د دې ولایت له امنیه قوماندان مولوي ضیاءالحق حامد سره وکتل او د ولسوالۍ او ټول ولایت د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه یې له پولیسو او امنیتي ځواکونو مننه وکړه.
قومي مشرانو د امنیه قوماندان د اغېزناک مدیریت ستاینه وکړه او ویې ویل چې د سرکاڼو او کونړ اوسنی امنیت د پولیسو هڅو او منظمې رهبرۍ پایله ده. دوی ژمنه وکړه چې د امنیت د ټینګښت او د قانون د حاکمیت لپاره به له امنیتي ارګانونو سره نوره همکاري وکړي.
امنیه قوماندان مولوي ضیاءالحق حامد د قومي مشرانو د ملاتړ مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ولس او امنیتي ادارو ترمنځ همغږي د سولې او ثبات بنسټ جوړوي او دا به په ګډه د دوام وړ وساتل شي.