slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

نن ورځ الحمدلله، مونږ افغانان د هېواد په بېلابېلو برخو کې د روښانه راتلونکي او د دوامداره پرمختګ شاهدان يو. دغه ثبات او پرمختګ د يوې امنې فضا محصول دی، چې د اسلامي امارت د پیاوړو امنیتي ځواکونو د قربانۍ او ژمنتیا له امله رامنځته شوی. د الله تعالی له لوري راکړل شوی دغه د امنيت ستر نعمت، زمونږ د ټولنيز، فرهنګي، اقتصادي، روغتيايي، تعليمي او ورزشي پرمختګونو لپاره اساسي بنسټ دی.
د همدې ښکلي او بې مثاله امن له کبله، د افغانستان د کرکټ د شپږيزې پایلوبه پرون د زرګونو هېوادوالو په حضور کې په پوره خوښۍ او بشپړ امن کې ترسره شوه، چې پکې امو نهنګانو په زړه‌راښکونکې لوبه کې بریا خپله کړه او اتله شوه. 
دغه ښکلی هېواد له طبیعي ښکلاوو ډک دی، خو اصلي ښکلا یې د امن فضا ده چې زموږ د پولیسو ځواکونو په زړورتیا او پوره ژمنتیا سره يې خوندي کړی دی.
زه د کورنيو چارو وزارت د ویاند په توګه، خپلو درنو هېوادوالو ته يو ځل بيا ډاډ ورکوم چې د امنيت ساتنه زموږ اساسي مسؤليت دی، او د هر ډول ورزشي او ټولنيزو مراسمو امنيت به، په پوره اخلاص، نظم او ميړانې سره نيسو.
د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړئ، ترڅو دغه د امن فضا لا پیاوړې او د خوښيو مراسم مو لا نور رنګينې شي.