د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې شپږو ولایتونو کې ۳۱ تنه روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو له خوا په شپږو ولایتونو فاریاب، غزني، پروان، سرپل، پکتیا او پنجشیر کې ۳۱ تنه روږدي، چې له ډلې يې ۴ تنه فاریاب، ۱۴ تنه غزني، ۷ تنه پروان، ۳ تنه سرپل، ۲ تنه پکتیا او ۱ تن پنجشیر کې راټول او د درملنې په موخه روغتیایي کمپونو ته ور پیژندل شوي دي.