slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، الحاج لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار، نن له غرمې مخکې د هلمند ولایت له والي، الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي سره د معینیت په مقام کې وکتل.

په پیل کې ښاغلي معین د هلمند والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له هغه څخه د نشه‌يي توکو پر وړاندې د ترسره شویو مؤثرو اقداماتو له امله مننه وکړه. نوموړي د والي هڅې د تقدیر وړ وبللې او د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه یې وکړه.

په دې لیدنه کې، د هلمند والي د کوکنارو د کښت د کموالي، د نشه‌يي توکو د قاچاق، خرڅلاو او انتقال د مخنیوي په اړه تازه معلومات شریک کړل. نوموړي همداراز د روږدو کسانو د راټولولو، درملنې، حمایې او پاملرنې په برخه کې ترسره شوي ګامونه هم وڅیړل.

دواړو لورو د سوالګرو د راټولولو، پالنې او هغوی ته د مرستو د برابرولو په اړه هم هر اړخیز بحث وکړ.

په پای کې، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، د هلمند والي له هڅو او ژمنتیا څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دغه مبارزه باید په ګډه، منسجمه او دوامداره توګه پر مخ یووړل شي.