هلمند کې د امارتي انستیتیوت له درې کلنو زده کړو وروسته ۴۵ تنه نرسان فارغ شول
نن په هلمند ولایت کې د امارتي انستیتیوت له درې کلنو زده کړو وروسته ۴۵ تنه نرسان په رسمي ډول فارغ شول. د فراغت مراسم د هلمند پوهنتون په تالار کې په درناوي ترسره شول، چې په کې د هلمند مرستیال والي الحاج مولوي محمدنبي "حماس"، د انستیتیوت مسوولین، استادان، ډاکټران او د یو شمېر دولتي ادارو استازي ګډون درلود.
مرستیال والي حماس په خپلو خبرو کې فارغانو، استادانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وویله او د هلمند په دې مهمه ورځ یې خپله خوښي څرګنده کړه. نوموړي هیله وښوده چې فارغ شوي نرسان به د ټولنې په روغتیايي خدماتو کې مهم رول ولوبوي او هغوی ته یې توصیه وکړه چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او د خلکو خدمت ته ځان وقف کړي.
ښاغلي حماس همدارنګه ډاډ ورکړ چې له دې وروسته به هم د هلمند په روغتیایي برخه کې د خدمتونو د لا پیاوړتیا لپاره هڅې دوام ومومي.