slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د مهترلام ښاروالۍ وياند لعل آغا ابراهيمي وايي،چې ددې ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه په درېیو ربعو کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴ د بیارغونې پروژې د مهترلام ښار په بېلابیلو سيمو کې پلي شوي دي.

همدارنګه په یادو پروژو کې سړکونه، پلچکونه، استنادي دیوالونه، د اوبو ژورې څاه ګانې، فلزي کثافت دانۍ،د ګلانو او بوټو د ښې ساتنې لپاره کټارې او برېښنايي تنویري پايي جوړول شامل دي.