د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د نوي چارسمبال وزير په حضور کې د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې د ياد وزارت د نوي چارسمبال وزير ښاغلي مولوي عبدالکبير په مشرۍ د ياد وزارت په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
خبرپاڼې زياته کړې چې په ناسته کې د مهاجرینو چارو وزارت د فعالیتونو، پلانونو او ستونزو په هکله خبرې اترې ترسره شوې او اړوندو مسؤلانو د خپلو چارو په اړه چارسمبال وزیر ته معلومات ورکړي دي.
په همدې حال کې بيا د مهاجرینو چارو وزیر د ستونزو او ننګونو د حل په اړه ډاډ څرګند کړی او د وزارت اړوندو مسؤلانو ته یې په کارونو کې د اخلاص، امانت او چټکتیا سپارښتنه کړې ده.
بايد وويل شي چې په ياده غونډه کې ښاغلي مولوي عبدالکبير پخپلو خبرو کې ويلي؛مونږ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه سره بيعت د دندو په خاطر نده کړی، بلکې په اسلام او شريعت مو ورسره بيعت کړی او مونږ او تاسو د اسلامي نظام تر سیوري لاندې په پوره اطاعت مکلف يوو.