په مسکو فارمټ کې د اسلامي امارت لومړنی رسمي ګډون – مولوي متقي او لاوروف د اړیکو پر پراختیا او رسمیت پېژندنې خبرې کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان په تړاو د «مسکو فارمټ» مشورتي ناستې په اووم پړاو کې د رسمي غړي په توګه ګډون وکړ. دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت استازی په دغه سیمهییزه غونډه کې د یوه بشپړ رسمي غړي حیثیت لري. افغان دولت لپاره یو داسې پرمختګ چې د روسیې فدراسیون په رسمي بلنه وشو.
مولوي امیرخان متقي د مسکو سفر پر مهال د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم وکتل او دواړو د سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو پر پراختیا مفصل بحث وکړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ناستې په څنډه کې وویل؛ د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او نړیوالو اړیکو کې بېسارې دروازې پرانیستې دي.
هغه زیاته کړه؛ روسیه باور لري چې له افغانستان سره متقابل تعامل د سیمې ثبات، د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې او امنیت ټینګښت لپاره حیاتي دی. لاوروف د اسلامي امارت هڅې د امنیت، اقتصادي مدیریت او سیمهییزو پروژو په برخه کې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې باید له مسکو فارمټ او ورته سیمهییزو میکانیزمونو اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
له افغان لوري بیا مولوي امیرخان متقي په خپله وینا کې له روسیې فیډرېشنه مننه وکړه چې اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژانده او دا یې «یو تاریخي ګام» وباله چې د دواړو هېوادونو اړیکې یې نوي پړاو ته یوړې.
هغه وویل، د اسلامي امارت په راتګ افغانستان له اوږدې ناامنۍ وروسته د ثبات، اقتصادي ودې او سیمهییزې همکارۍ پر لور روان دی. مولوي متقي وویل؛ اوس افغانستان د امنیتي خطر پر ځای د سیمهییز ثبات او اقتصادي نښلون یو مهم ټکل دی.
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه:
«موږ غواړو نړۍ ته دا پیغام ورکړو چې افغانستان د تولید، پانګونې او پرمختګ لپاره یو باوري چاپېریال دی. زموږ صادرات له ۷۰۰ میلیونو څخه تر ۲ میلیارده ډالرو لوړ شوي، کورنی ناخالص تولید زیات شوی او بودیجه مو په بشپړ ډول له داخلي عوایدو تمویلېږي.»
هغه په خپلو خبرو کې له نړیوالو وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او اقتصادي بندیزونه پای ته ورسوي، څو هېواد مو وتوانېږي د پراختیا او سیمهییزو پروژو په برخه کې لا زیات رول ولوبوي.
متقي همدارنګه د نشهیي توکو د کښت د بندېدو یادونه وکړه او ویې ویل چې اوس د سیمې نورو هېوادونو ته اړتیا ده، تر څو د نشهيي توکو د قاچاق مخنیوي لپاره ګډې هڅې وکړي.
مسکو فارمټ هغه سیمهییز مشورتي چوکاټ دی چې په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې په نوښت رامنځته شو. موخه یې د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمې هېوادونو تر منځ همغږي او ګډه پالیسي ده. روسیه، چین، هند، ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان د دغه فارمټ غړي هېوادونه دي.
تر دې مخکې، د اسلامي امارت استازي په دې غونډو کې د څارونکو یا مېلمنو په توګه ګډون درلود، خو دا لومړی ځل دی چې کابل رسمي غړیتوب ترلاسه کوي ـــــــــــــ یو بدلون چې د سیمې د ډیپلوماسۍ په نقشه کې مهم تحول بلل کېږي.