slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار ولایت د ځنګلاتو د پرې کولو مخنیوي امنیتي ټولي د تېرو اوو ورځو په اوږدو کې د لرګیو د پراخ قاچاق مخه نیولې او له بېلابېلو سیمو څخه یې په مجموعي ډول ۱۷۷۰ منه سون‌لرګي ضبط کړي دي.

یاد عملیات د امنیتي ټولي مجاهدینو له‌خوا د شیرزادو، خوږیاڼو، پچیرآګام، هسکې مېنې، چپرهار، اچین، نازیانو، سپین‌غر، غني‌خیلو، دره‌نور ولسوالیو او همداراز د جلال‌اباد ښار د شپږمې، اتمې او نهمې امنیتي حوزې اړوندو سیمو کې ترسره شول.

د عملیاتو په پایله کې لاندې وسایط، چې د لرګیو د غیرقانوني لېږد هڅه یې کوله، نیول شوي دي:

  • ۸ عراده ډاډسن موټر

  • ۱ عراده مازدا موټر

  • ۵ عراده سوزوکي موټر

  • ۱ عراده سراچه موټر

نیول شوي توکي په لاندې ډول دي:

  • ۱۷۷۰ منه سون‌لرګي

  • ۸۴ بورۍ بور (له اره شوو لرګیو څخه لاسته راغلي)

  • ۱۲ بورۍ سکاره

  • ۶ عدد څلورفوټه چهاتراش تختې

  • ۱۰۰ منه چاڼ‌شوي لرګي

د دغو توکو قاچاقي هڅه د زرنج، سراچه، سوزوکي او ډاډسن موټرونو له لارې ترسره کېدله، چې د امنیتي ټولي د ګزمې پر مهال کشف، نیول او تخلیه شول.

د امنیتي ټولي قوماندان محمد نواب کوچیوال د اړوندو پوستو او چک‌پواینټونو له کتنې وروسته، مجاهدینو ته د لا زیات جدیت، شفافیت او مسؤلانه عمل سپارښتنه وکړه.

نوموړي همداراز د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ او د کرنې ریاست له مسؤلینو سره د مؤثرې همغږۍ او ګډو تدابیرو په موخه جلا جلا ناستې هم ترسره کړې.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې د طبیعي شتمنیو د ساتنې او د قاچاق د مخنیوي لپاره به دا ډول عملیات لا زیات شي.