slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

- امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني ولایت محتسبینو د دې ولایت په ګیرو او زنه خان ولسوالیو کې څلور مېرمنې، چې له خپلو ټولو شرعي او انساني حقونو څخه بې برخې او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وې، وژغورلې او د اسلام د مبارک دین په رڼا کې یې هغوی له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین ډاډ څرګندوي چې په پوره توان به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو ناسمو روایتونو مخه به نیسي چې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ کوي.
 
د یادولو وړ ده، چې د دې وزارت محتسبینو د مېرمنو د نورو حقونو لکه میراث، مهر او خپلې خوښې نکاح تر څنګ لسګونه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او کورنیو بندخونو څخه ژغورلې دي.