خوست کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه؛ د هند او پاکستان تر منځ روان کړکېچ افغان سوداګر هم زيانمنوي.
د پاکستان او هند تر منځ روانې ترېنګلتیا د افغان سوداګرو په تجارت هم منفي تاثير کړی او د واګه بندر د هر ډول تجارت پرمخ بند شوی.
په ياد ولايت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلين وايي، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې پاکستان حکومت تل د سوداګرۍ له نړۍوالو قوانینو سرغړونه کړې او افغان سوداګرو ته هر کال مېليونونه افغانۍ زيان اړوي.
دوی د پاکستان او هندوستان تر منځ راولاړه شوي ستونزه، افغانستان ته په اقتصادي او ټولنيز لحاظ زيانمنونکي بولي.
د هند او پاکستان تر منځ وروسته له هغې اړيکې ترېنګلي او يو بل ته ګوته په ماشه شول، چې څو ورځې وړاندې د هند تر ولکې لاندې کشمېر په پهلګام سيمه کې وسلهوالو ۲۶ هندي سېلانیان ووژل.
هند ادعا کوي، چې دغه کار د پاکستان حکومت په قصدي توګه کړی، خو پاکستان بيا ذکر شوې کړنه د وسلهوالو ډلو کار بولي.
ددغه دوو هېوادونو تر منځ کړکېچ د افغان سوداګرو پر اقتصاد هم منفي اغېزه کړې ځکه د دې پېښې له پېښېدو سره سم یې واګه بندر د افغان سوداګرو پر مخ بند کړی.