په کندهار کي د نشه یي توکو پر ضد ۴۹ عملیاتونه ترسره سوي دي.
د یادو عملیاتو په لړ کي ۱۲ تنه تورن کسان، ۱۵ ګرامه هیرویین، ۱۰۵ ګرامه ښښه، ۱۲۰ دانې ټابلیټ کا ګولۍ، څلوېښت زره او ۴۱۸ دانې زیکپ ټابلیټ ګولۍ، ۶۸۹ کیلو ګرامه چرس او اته سیټه موبایلونه نیول سوي.
همدارنګه په یادوو عملیاتو کي ۸ جریبه کرنیزه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه سوې ده او د کندهار ښار د مختلفو ساحو څخه ۹۰ تنه په نشهیي توکو روږدي کسان راټول شوي او اړوند صحي ارګانونو ته معرفي شوي.