د ټرمپ او ډېموکراټانو ترمنځ شخړه د حکومت د فعالیت د درېدلو لامل شوې
امریکا کې د فدرالي حکومت د ځنډېدنې کړکېچ شپږمې ورځې ته رسېدلی، خو جمهوريپالي او ډېموکراټان لا هم د هوکړې پایلې ته نهدي رسېدلي.
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینا، د ډېموکراټ ګوند دریځ د حکومتي چارو د ځنډ اصلي لامل دی او تر هغې چې هغوی له خپلو غوښتنو تېر نهشي، د فدرالي ادارو فعالیت به عادي حالت ته وانه وړي.
د رویټرز د راپور له مخې، د دغه سیاسي بنبست له امله د امریکا اقتصادي وضعیت له جدي فشار سره مخ شوی دی؛ د انفلاسیون کچه لوړه شوې، د کارموندنې بهیر ورو شوی او د بودیجې کسر د دوو ټرېلیونو ډالرو حد ته رسېدلی دی.
اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي چې که سیاسي اختلافات دوام وکړي، د امریکا د مالي ثبات او پانګونې په ډګر کې به اوږدمهاله اغېزې ولري. سپینه ماڼۍ د وضعیت د کابو کولو هڅې روانې ساتلې، خو تر اوسه یې څرګنده حللاره نه ده موندلې.