غزه؛ د اسراییلو تازه بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۲۴ فلسطینیان شهیدان شوي
پر غزې تړانګه د اسرائیلي رژیم د تازه بریدونو له امله د ماشومانو په ګډون لږترلږه ۲۴ فلسطینیان شهیدان شوي دي. الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې په دغو بریدونو کې لږترلږه ۷۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د یادې شبکې د معلوماتو له مخې، په غزې تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د اوربند راپدېخوا تر اوسه لږترلږه ۳۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي او نږدې ۸۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د صهیونیستي رژیم د نسلوژنې جګړې له پیل راهیسې تر دې دمه نږدې ۶۹ زره او ۵۴۶ فلسطینیان شهیدان شوي او له ۱۷۰ زره او ۸۳۳ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.


