لغمان کي د ترافیکې پېښې له امله دوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره ورځ دوشنبه د کابل ـ جلال آباد پر لویه لاره د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ اووم نمبر شهراه اړوند کاکڅ په سیمه کی یوکرولا ، سراچه ، او پاسو ډوله موټرو ترمنځ د موټر چلوونکو د بی احتیاطۍ له امله ترافیکی پېښه رامنځته شوی چي له امله یی د سراچی موټر چلوونکی وفات او یو بل تن ټپی شوې.
د پېښې ځای ته د لغمان امنیه قومندانۍ د ترافیکو مدیریت دشهراه بررسۍ ټیم مسولین پر وخت رسیدلی او پېښه یې بررسې کړې ټپی یی د ښې درملنی په موخه کاکڅ روغتون ته لېږدولی. د ټپی روغتیایی حالت د ډاډ وړ ښودل شوې