slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د امریکا او هند اړیکې خورا ارزښتناکې دي. دغه څرګندونې په داسې حال کې وشوې، چې د ټرمپ ادارې پر نوې کاري ویزه د ۱۰۰ زره ډالرو فیس اعلان کړی، چې د هندي ټکنالوژۍ شرکتونو لپاره یې شاوخوا ۱۰ مېلیارده ډالر زیان رامنځته کړی دی.

مارکو روبیو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر سره کتلي. د دواړو لوریو ترمنځ په سوداګرۍ، دفاع او د هند او ارام سمندر په سیمه کې د لا زیاتې همکارۍ په اړه خبرې شوې.

چارواکي وایي، دواړه هېوادونه غواړي چې خپلې ګډې اقتصادي او امنیتي اړیکې لا پیاوړې کړي او د سیمه‌ییز ثبات لپاره ګډې هڅې زیاتې کړي.