slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د بدخشان ولایت په شهربزرگ ولسوالۍ کې د یوه ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن نور سخت ټپي شوی دی

پېښه نن مازديګر (جمعه) د شهربزرگ ولسوالۍ د سیا‌ه‌سنگ په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د خلیجي نوع یو موټر د نامعلومو علتونو له امله له سړک منحرف او چپه شوی دی.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ د ویاند دفتر د پېښې پخلی کړی او وايي چې مړي او ټپي د پېښې له ځایه را انتقال شوي او موضوع تر څېړنو لاندې ده.

د بدخشان امنیه قومانداني د پېښې له امله خپله ژوره خواشیني څرګندوي، او له ټولو چلوونکو څخه غواړي چې د موټر چلونې پر مهال زیات احتیاط وکړي، د ترافیکي قوانینو جدي رعایت وکړي، تر څو د ورته غمجنو پېښو مخه ونیول شي.