د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ لوړپوړي پلاوي کونړ کې پر نویو راغلو کډوالو ځمکې ویشي.
د کونړ ولایت مسؤلانو په دې ولايت کې د رياست الوزرا د اداري مرستيال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو لپاره د ځمکې د ويشلو خبر ورکړی.
د کونړ ولايت وياند عبدالغني مصمم وايي، د ریاست الوزرا اداري او مالي مرستیال او د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون مشر مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د کور او ښارجوړونې وزیر مولوي حمد الله نعماني، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني، اطلاعاتو او کلتور وزیر مولوي خیرالله خیر خوا، د حج او اوقافو وزارت مرستیال شیخ زرمحمد حقاني، کار او ټولنیزو چارو مرستیال مولوي زاهدالله او یوشمېر نورو مشرانو ګډ پلاوي کونړ ته سفر کړی.
ښاغلی مصمم وايي يادې کميټې په خاص کونړ ولسوالۍ کې راستانه شویو کورنیو ته د ۳۸۲ نومرو ځمکې د ویش لړۍ پیل کړه، چې پاتې ثبت شوو کورنیو ته به هم ددغه ولایت په نورو سیمو کې تثبیت شوې ځمکې ورکړل شي.
#پولیس_راډیو