slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د فراه ولایت امنیتي او کشفي ځواکونو د مؤثقو استخباراتي معلوماتو پر اساس د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې شپږ تنه کسان چې په یادې سیمې کې یې د برېښنا لینونو، مولدونو او نورو وسایلو د غلاوو تورن وو، نیولي دي.

د فراه امنیه قوماندانۍ اړوند ځانګړې قطعې ځواکونو هم یو غلا شوی موټرسایکل کشف کړی، چې په تړاو یې یو مشکوک کس نیول شوی دی.

همداراز، د فراه ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند ځواکونو له‌خوا دوه عراده نور غلا شوي موټرسایکلان کشف او ضبط شوي، او په تړاو یې دوه تنه مشکوک کسان نیول شوي دي.

د ټولو نیول شوو کسانو دوسیې د لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي، څو له نافذو قوانینو سره سم پرې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.