کابل ولایت کې ۴۴ تنه روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت وايي چې دکابل ولايت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت مسؤلینو لخوا د کابل ښار له مختلفو سیمو څخه ۴۴ تنه روږدي راټول او د درملنې په موخه د غوښتنې د کموالي ریاست اړوند امید صحي کمپ ته ورپیژندل شوي دي.