slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې عمان ته تللی.

ښاغلی متقي د عمان د بهرنیو چارو وزیر؛ بدر بن حمدالبوسعدي په غوښتنه نوموړي هېواد ته تللی دی. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد رسنیو ته د یکشنبې پر ورځ د ښاغلي متقي د یاد سفر په اړه ویلي دي. حافظ ضیاء د یاد سفر موخې سیاسي او اقتصادي ښودلي دي. نوموړي ویلي، چې په دې سفر کې د دواړو هېوادونو مشرانو پر سیاسي او وټه‌ييزو(اقتصادي) مسایلو خبرې سره کړې دي.

سرچینې وايي چې ښاغلی متقي به د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیره پرته د عمان له نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم کتنې ولري.