slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د سرحدي پولیسو لوی رئیس مولوي حزب الله افغان د کابل نړیوال هوایي ډګر ته په خپل رسمي سفر کې د یاد هوایي ډګر له مسؤلینو، استازیو او سرحدي پولیسو له مدیرانو سره ګډ مجلس ترسره کړ.

په دې ناسته کې افغان صاحب د ښې ادارې، ولس‌محور خدمت او د مسافرینو د اسانتیاوو پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي وویل:
"موږ د ولس خدمت کوونکي یو، زموږ لومړیتوب د مسافرینو امنیت، اسانتیا او ستونزو حل دی."

هغه د ښو اخلاقو د پلي کېدو غوښتنه وکړه او له ټولو مسؤلینو یې وغوښتل چې د ولس سره په همدردۍ، همکارۍ او ښه سلوک کې کوښښ وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې سرحدي پولیس باید د ولس د باور وړ او د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي. همداراز یې له ټولو اړوندو ادارو وغوښتل چې د مسافرینو د ښه خدمت او امنیت په برخه کې خپلې ګډې هڅې لا پیاوړې کړي.

په پای کې یې څرګنده کړه:
"موږ باید په ګډه د ستونزو د حل لپاره لارې ولټو، د هر مسافر حق ته درناوی وکړو او یو خوندي او اسانه چاپېریال برابر کړو."

یاده ناسته د ګډ تفاهم، همکارۍ او د خدمتونو د لا ښه والي په موخه وشوه.