د ترکیې د دفاع او بهرنیو چارو وزیران اسلام اباد ته ورسېدل
د
ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فيدان او د دغه هېواد د دفاع وزیر یاسر
ګولر له خپل مل پلاوي سره اسلام اباد ته ورسېدل.
د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان او لوېدیځې اسیا د چارو
مرستیال سید علي اسد ګیلاني په هوايي ډګر کې د دغه پلاوي هرکلی کړی. تمه
کېږي، چې دغه پلاوی به د دغه سفر په لړ کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز
شریف، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پوځ له مشر عاصم منیر
سره وګوري.