د راپورونو له مخې، د غزې په جګړه کې تر دې دمه نږدې ۶۵ زره فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۱۶۵۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني رسنۍ راپور ورکړی چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به د سپټمبر پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره کتنه ولري...
د لوګزامبورګ لومړي وزیر لوک فریدن او د بهرنیو چارو وزیر خاویر بتل په پارلماني کمېسیون کې ویلي، چې هېواد یې په راتلونکي عمومي غونډه کې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې فلسطین د خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژني.