خوست؛ د جوارو پر شنه فصل د زهرجنې دوا پاشلو په تور شپږ کسان نیول شوي.
له خوسته په راغلې خبر پاڼه کې خبر دی چې په دې ولایت کې امنیه قومندانۍ اړوند د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مسؤلینو هغه شپږ کسان نیولي چې د یو هیوادوال د کرنیز فصل (شنو جوارو) خرابولو په موخه د زهرجنې دوا پاشلو تور پرې لګېدلی دی.
دغه پېښه څو ورځې مخکې د یادې ولسوالۍ اړوند "ورزې" سیمه کې رامنځته شوې، چې پکې د شپې پر مهال د یو کروندګر د شنو جوارو پر فصل زهرجنه دوا پاشل شوې وه.
د متضرر کس لهخوا د عرض پاڼې له مخې یاد شکمن کسان نیول شوي دي. تورن کسان دا مهال د نورو قانوني څېړنو لپاره د اسماعیلو خېلو او مندوزیو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته معرفي شوي دي.
د دې پېښې کره لامل نه دی معلوم خو په اړه یې پوښتنې ګروېګنې روانې دي.