slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد او مل پلاوي د ارزګان ولايت د عامې روغتيا رياست مسئولينو او په دې ولايت کې د روغتيايي خدمتونو تطبيق کوونکو مؤسسو له استازو سره په کتنه کې وويل ،چې په تېرو دوو کلونو کې يې د هيواد په بېلا بېلو سيمو کې سلګونه روغتيايي مرکزونه جوړ کړي او د لسګونه نورو د جوړولو پلان لري.نوموړي په دې کتنه کې د ياد ولايت د عامې روغتيا رياست مسئولين او د روغتيايي خدمتونو د تطبيق کوونکو مؤسسو استازي د ولس لا ښه خدمت او د معياري او عادلانه روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول. عباد زياته کړه، چې په تېرو دوو کلونو کې يې له ۳۰۰ زيات روغتيايي مرکزونه جوړ کړي دي او د ۲۸۵ نورو روغتيايي مرکزونو د جوړولو پلان لري.د عامې روغتيا وزارت سرپرست همدارنګه وويل په پلان کې ده، چې د هيواد روغتيايي سيستم ډيجيټلايز کړي، چې په دې سره به په روغتيايي برخه کې همغږي لا پياوړې شي.د يادونې وړ ده، چې د عامې روغتيا وزارت سرپرست د کندهار په سپين بولدک کې د روغتيايي خدمتونو د ارزونې په موخه هلته سفر کړی و.