ننګرهار کې د خیالي معایناتو له امله یو خصوصي کلینیک مهرلاک شوی.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ځانګړي ټیم په چپرهار ولسوالۍ کې یو خصوصي کلینیک له قانونه د سرغړونې له امله مهرلاک کړی دی.
دغه کلینیک په چهل متره سیمه کې فعالیت درلود او د څارنې د ټیم په وینا، له ناروغانو یې د هرې معاینې په نوم ۱۸۰ افغانۍ اخیستې، خو په عمل کې یې هیڅ ډول واقعي معاینات نه کول. د ټیم د څرګندونو له مخې، په لابراتوار کې د اړتیا وړ وسایل او مواد نه وو، سربېره پر دې، ناروغانو ته یې غیر راجستر او بېکیفیته درمل ورکول.
مسوولینو ویلي، تر هغه چې دغه کلینیک د روغتیایي قوانینو مراعات نه وي کړي، د فعالیت اجازه به ورنهکړل شي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ټینګار کوي چې د ولایت په کچه د خصوصي روغتیايي مرکزونو څارنه او ارزونه روانه ده، څو ډاډ ترلاسه شي چې خلکو ته د قانون مطابق، معیاري او خوندي خدمات وړاندې کېږي.