slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین د سې‌شنبې په ورځ د یو لړ مهمو دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې، د دواړو هېوادونو وزیرانو په دغه تماس کې د سياسي اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا، د ګډې پولې وضعیت، امنیتي همغږۍ او سیمه‌ییزو پروژو او ابتکاراتو په اړه تفصیلي بحثونه کړي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، امیرخان متقي په خبرو کې ویلي چې کابل او دوشنبه په وروستیو میاشتو کې د اعتماد پر بنسټ د همکارۍ یوه نوې فضا رامنځته کړې ده. ده زیاته کړې چې په سیمه کې ځینې کړۍ هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوې مثبتې فضا پر مسیر اغېز وکړي، خو افغانستان غواړي د همکاریو دغه لړۍ لا نوره پیاوړې شي.

متقي د تاجکستان په خاوره کې د وروستیو امنیتي پېښو او د چینایې اتباعو د مرګ ژوبلې په اړه خپل خواشیني څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې سیمه‌ییز ثبات د ګډو هڅو او همغږۍ له لارې خوندي کېدای شي.

په ورته وخت کې، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین د دواړو هېوادونو تاریخي، کلتوري او د دیني ورورولۍ اړیکو یادونه کړې او ویلي يې دي چې دوشنبه غواړي له افغانستان سره مثبت تعامل ته دوام ورکړي. نوموړي څرګنده کړې چې داسې مغرضې ډلې شته چې هڅه کوي د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې خرابې کړي، خو تاجکستان یې د اغېزمنېدو نیت نه لري.

مهرالدین د پولې په مدیریت او سرحدي همغږۍ کې د ورته‌والي او همکارۍ د پراختیا ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې ګډې ژمنتیاوې کولی شي د سیمې امنیتي وضعیت لا ټینګ کړي.

د دواړو چارواکو ټینګار دا و چې کابل او دوشنبه به په راتلونکو میاشتو کې د اقتصادي طرحو، ترانزیټي همکاریو او امنیتي تفاهم لپاره نور ارتباطات هم ولري.