slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون قمرالدینانو او کوټووالو ځوانانو له خوا د مرکز او ولسوالیو د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د قمرالدینانو د والیبال لوبغالي کې د والیبال ۱۵ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې. د یادو سیالیو په پایلوبه کې د قمرالدینانو نوروز او وسیم لوبډلې ولوبېدې، چې نوروز لوبډلې ۳-۱ میدانونو په توپیر د سیالیو بریا خپله کړه. د ځوانانو یووالی د یادو سیالیو موخه ښودل شوې ده. د سالیو په پای کې لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته ۵۰۰۰ افغانۍ او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته ۱۵۰۰ افغانۍ نغدي جایزې ورکړل شوې.