د بدني روزنې او المپیک کمېټه؛ کابل کې د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
دالمپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د سنوکر او بليارد ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۲۰ ولايتونو څخه د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ملي ټاکنيزې سيالۍ د کابل ولايت، د شهرنو په V.I.P او V.I.P پلس کلبونو کې پيل شوې.
په دې سياليو کې به ورزشکاران په درېیو عمري کټکوريو نويو ځوانانو، ځوانانو او ماسټرانو کې د يو بل پر وړاندې سيالي وکړي، چې په پايله کې به يې د نويو ځوانانو له کټګورۍ ۱۴ تنه، د ځوانانو له کټګورۍ ۱۶ تنه او د ماسټرانو له کټګورۍ ۱۰ تنه، چې ټولټال ۴۰ تنه ورزشکاران کېږي، د سنوکر ملي لوبډلې ته وټاکل شي.
دغه سيالۍ د هېواد د ورزش ادارې د پلان او ستراتيژۍ سلاکار او د سنوکر ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال ګلاب الدين خپلواک، د دې فدراسيون رئيس وحيدالله اصغري، ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو او يو شمير د سنوکر مينوالو په حضور کې پيل شوې.
د ويلو ده، چې دغه سيالۍ د سنوکر ملي لوبډلې فدراسيون ملي لوبډلې ته د غوره څېرو موندلو په موخه پيل شوې، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.


