د هېواد د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د چین د بهرنیو چارو له وزیره سره په کابل کې لیدلي.
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني نن په کابل کې د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي وانګ يي او مل پلاوي سره وکتل.
خلیفه صاحب د چین د بهرنیو چارو وزیر ته ښه راغلاست ووایه، د دواړو هېوادونو اړیکې یې تاریخي وبللې او چین یې داسې ګاونډی یاد کړ چې تل یې افغانستان سره نېک تعامل ساتلی دی.
د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ يي وویل: زموږ او د افغانستان اړیکې په تاریخ کې ژورې رېښې لري.
په ناسته کې د امنیت، مخدره موادو پر ضد مبارزې، د ګډو پولو د امنیت او سرحدي ځواکونو د همغږۍ، د سوداګرۍ، کرنې او روزنیزو پروګرامونو په اړه بحث او خبرې وشوې.