خوست کې څلور کسان د چل او دوکې په تور نيول شوي.
د خوست امنيه قومندانۍ اړوند د قلندر ولسوالۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو هغه څلور کسان نيولي چې په چل او فرېب يې په خلکو ﺯاړې جامې د نويو جامو او کاليو په نوم خرڅولې.
د يادو کسانو اړوند د لسګونه کورنيو او دوکاندارانو اعتراض دى، چې دوى ته يې ﺯړې جامې د نويو په نوم او پاکټونو کې د پوره شمېر پر ځاى کم تعداد ورکړي دي.
نيول شويو کسانو په لومړنيو څيړونو کې د فرېب او دوکې ياد جرم منلى، چې د قضایي اجرأتو په موخه به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.