slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د روسیې د ټرانسپورټ وزیر رومن سټاراوویټ مړی تر هغه څو ساعته وروسته وموندل شو، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دندې ګوښه کړی و.

د روسیې د جنايي تحقیقاتو مرکزي ادارې ویلي، سټاراوویټ د خپل موټر دننه د ډزو له امله مړ شوی او دا مهال د پېښې څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي، چې پکې د ځان‌وژنې احتمال هم شامل دی.

سټاراوویټ له ۲۰۱۸م کال څخه تر ۲۰۲۴م پورې د کورْسک سیمې والی پاتې شوی و او بیا د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې د ټرانسپورت د وزیر په توګه ټاکل وټاکل و.

د نوموړي ناڅاپي مړینې د روسیې په سیاسي کړیو کې یو ځل بیا پوښتنې راولاړې کړې، په ځانګړي ډول هغه وخت چې چارواکي له دندو ګوښه کېږي او وروسته په مرموز ډول له منځه ځي.

د روسیې چارواکو تر اوسه د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره کړي، خو څېړنې دوام لري