خوست کې ۱۸کلنه بدي د چارواکو په منځګړتوب هواره شوې.
د خوست ولایتي ادارې په هڅو او منځګړیتوب، د تڼیو ولسوالۍ اړوند بندهخېلو سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۸ کلنه خپلمنځي مرګونې شخړه، چې یو تن پکې وژل شوی و، حل او هواره شوه.
په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې، د خوست ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت وویل، چې وړاندې له دې چې کومه بده پېښه رامنځته شي، باید مخه یې ونیول شي. نوموړي زیاته کړه، چې بد رواجونه هغه څه دي چې د نورو بدبختیو ترڅنګ خپلمنځي شخړې هم زېږوي.
مرستیال والي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمانونو پر تطبیق ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې د یادو فرمانونو تعقیب او عملي کول د بدو رواجونو او ناوړه دودونو د مخنیوي اغېزمنه وسیله ده. هغه له علماوو او قومي مخورو وغوښتل، چې د خپلمنځي شخړو په حل کې جدي هڅې وکړي، ځکه د ده په وینا، علماء او قومي مشران د دغسې شخړو په هوارولو کې مهم او بنسټیز رول لري، او دا یې د دوی ملي او ديني مسؤلیت وباله.
د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس، میا محمد ولي صديقي، وویل چې وروسته له هغې چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم پر بنسټ په خوست کې د شخړو مخنيوي کمیسیون جوړ شوی، ترې دمه یې د ياد ولايت په مرکز او ولسوالیو کې ٨٤ خپلمنځي شخړې هوارې کړي دي. هغه زیاته کړه چې په خوست ټولې خپلمنځي شخړې د دوی سره ثبت دي او د حل په موخه کې لازمې هڅې روانې دي.
د قومي مخورو په استازیتوب حاجي میرناګل په خپلو خبرو کې وویل، له بده مرغه چې بدو رواجونو او ناوړه دودونو خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي. نوموړي زیاته کړه، خو د اسلامي امارت په راتګ سره د دغو ناسم رواجونو د مخنیوي په برخه کې د پام وړ کار شوی او لا هم دوام لري. حاجي میرناګل څرګنده کړه، اوس هر ډول مناسب شرایط برابر دي، څو د ولسونو، قومونو او کورنیو تر منځ شخړې او ستونزې هوارې شي.
هغه ژمنه وکړه، چې د یادې ولسوالۍ د شخړو د حل په برخه کې به لازمې هڅې کوي او هیڅ ډول هڅه به ونه سپموي.
په پای کې، دواړو کورنیو په یاده پریکړه رضایت څرګند کړ، او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به هيڅ ډول اقدام او کرکه نه کوي. بلکې د احوت ژوند ته به دوام ورکوي.
ياده شخړه په داسې حال کې هواريږي، چې تيره ورځ هم د یاد ولایت اړوند باک ولسوالۍ کې ٢٩ کلنه شخړه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو، د تل لپاره حل او هواره شوه.


