بېړنۍ خبر
پر افغان خاوره د پاکستاني ملېشو د ډزو په پایله کې درې افغان خبریالان سخت ټپیان شوي دي.
سرچینې وايي، چې د شمشاد تلوېزیون، حریت راډیو او پژواک اژانس خبریالان د پاکستان له لوري په هغه هاوان مرمۍ کې ټپيان شوي، چې پر افغان خاوره یې توغولې ده.
پر افغان خاوره د پاکستانیو ملېشو له لورې هغه مهال بريدونه پیل شول، چې افغان دولت پر ځینې نوي تاسیسات ودانول. دا جګړه تر دا ننه روانه ده، او دواړو لوریو ته پکې زیانونه اوښتي دي، چې نن پکې ورغلي افغان خبریالان هم ټپیان شوي دي.