په ډنمارک کې یو هوايي ډګر د فلسطین په نامه نومول شوی.
د کوپنهاګ ښاري شورا د یوې طرحې په لاسلیک کولو؛ د دې ښار یو هوايي ډګر د «فلسطین» په نوم نومولی دی.
د دې هوايي ډګر د نومونې طرحه له ډېرې مودې راپدېخوا د یاد ښار د چارواکو له خوا د څېړنې موضوع وه، چې په پایله کې له پينځوسو څخه د ۲۹مثبتو رایو په ترلاسه کولو همدا نوم ورته رسماً وټاکل شو.
د ډنمارک د کورنیو رسنیو د راپورنو له مخې، د کپنهاک ښاري شورا له ډېرې مودې راپدېخوا پر یاده طرحه بوخته وه، چې په پایله کې د ياد نوم په پر ټاکلو یې سره هوکړه وشوه. د یادې پرېکړې له مخې به د اپرېل له لومړۍ نېټې یاد هوايي ډګر د فلسطین په نوم نومول یادېږي.
رسنیو وړاندې نهدي ویلي، چې د دې نومونې ترشا څه راز دی او یا هم د یاد هېواد چارواکو په دې برخه کې څه موخه درلوده.