د پاکستان په پنجاب ایالت کې د ناپېژنده وسله والو له لوري د داعش یو قومندان وژل شوی.
د داعش خراسان ډلې یاد قومندان چې په زید مشهور و، د پنجاب ایالت په اختراباد سیمه کې د نامعلومه وسله والو له لورې وژل شوی دی. د داعشو خراسان ډلې یاد قومندان د پاکستان او افغانستان په ځينو سیمو کې په ورانیو کې لاس لرلی دی. هېره دې نه وي چې څه موده وړاندې د پېښور ښار په مربوطاتو کې هم د داعشو یو مهم غړی وژل شوی و.
یادې پېښې ته په غبرګون د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پر خپله اېکس پاڼه د یاد قومندان له وژل کېدو هرکلی کړی.


