د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر له خپلې دندې استعفا وکړه.
د هالنډ د نوي ټولنیز تړون ګوند غړي فېلډکیمپ وويل، چې هغه د معنوي اقداماتو په اړه له کابینې سره جوړ رانغی. د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، هغه د اسراييلي وزيرانو بتسلېل سموټریچ او ایتامار بن ګوير پر سفر بنديز ولګاوه او اسراييل د سمندري بېړيو درې صادراتي جوازونه يې هم لغوه کړل.
فيلډکیمپ غوښتل له اسراييل سره د اروپايي ټولنې سوداګریز تړون وځنډوي، خو جرمني له دې کار سره مخالفت وښود. په ورته وخت کې د هالنډ پارلمان د اسرایيل د وروستیو بریدونو او میشت ځایونو تر پراخولو وروسته د نورو بنديزونو غوښتنه کوله.