slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د سرپل ولایت امنیه قوماندانۍ وايي، د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې پولیسو ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې د مرکز او ولسوالیو له بېلابېلو سیمو څخه ۱۸ تنه د مجرمانه کړنو په تور نیولي دي.

د چارواکو په وینا، له نیول شویو کسانو څخه یو تن د غلا، نهه تنه د نشه‌يي توکو د استعمال، دوه تنه د پوځي تجهیزاتو د غیرقانوني ساتنې، یو تن د فزیکي برید او پنځه تنه د قتل په تړاو نیول شوي دي.

امنیتي مسؤلین زیاتوي چې نیول شوي کسان د قانون له مخې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي او د دوسیو څېړنه روانه ده.

د سرپل پولیس وايي؛ دوی ژمن دي چې د امنیت د تامین او جنايي پېښو د مخنیوي په موخه خپلې هڅې لا زیاتې کړي.