مجاهد؛ د واخان له لارې به افغانستان هرکال شپږ میلیارده ډالره عواید ولري.
د اسلامي امارت ویاند ذبـیح الله مـجاهـد ویلي، چې د #بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ اړوند له #چین سره د نښلېدونکي سړک لومړۍ برخه بشپړه شوې او په دویمې یې کار روان دی. ښاغلی مجاهد باور لري، چې که د واخان سړک له چین سره ونښلول شي، له دې لارې به هر کال شپږ میلیارده ډالره عواید ترلاسه کوي.