slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس‌جي شنکر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په اتیا یمه غونډه کې پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي، ویلي دي چې د هند ګاونډی هېواد د نړۍوالو ترهګرو مرکز بلل کېږي او له څو لسیزو راهیسې له هغه ځایه ترهګریز بریدونه طرحه کېږي.

شنکر د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې له ترهګرۍ سره مبارزه د هند لپاره ځانګړی لومړیتوب دی. هغه د «پهلګام» وروستي برید ته په اشارې سره وویل، نوی ډیلي د خپلو خلکو د دفاع لپاره د مشروع حق پر اساس اقدام کړی او د ګاونډي هېواد پر ضد یې ځواب ورکړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «هېوادونه چې ترهګرۍ د رسمي تګلارې په توګه غوره کړي، د ترهګرو مرکزونه په صنعتي کچه پرمخ وړي او حتی ترهګر په ښکاره ستایي، باید په څرګند ډول وغندل شي.»

شنکر د ترهګرۍ د مالي سرچینو د پرې کولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې پر هغو هېوادونو لازم فشار واچول شي چې تروریزم ته پټ یا ښکاره ملاتړ ورکوي.

د ده څرګندونې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د وینا په ځواب کې ګڼل کېږي. شریف مخکې تور لګولی و چې هند د «پهلګام» له برید وروسته د پاکستان حاکمیت نقض کړی او بې‌ګناه ملکي وګړي یې وژلي دي.

شنکر په خپله وینا کې د هند د بشري مرستو د فعالیتونو یادونه هم وکړه. نوموړي د افغانستان او میانمار د زلزلو پر مهال د هند مرستو ته اشاره وکړه او ویې ویل، هند د غزې او اوکراین د جګړو په تړاو هم د سولې هڅې ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه، ان هغه هېوادونه چې په جګړو کې مستقیم ښکېل نه دي، کولی شي د خبرو له لارې د تفاهم زمینه برابره کړي.