slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روږدو کسانو د راټولولو او د نشه‌يي توکو د پلورونکو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده

یاد معینیت یوازې د روانې اوونۍ په اوږدو کې په کابل ښار کې ۱۱۴ تنه، او په نورو ولایتونو لکه فاریاب، بغلان، غزني، کنړ، لغمان، پکتیا، زابل، سمنګان، پروان او فراه کې ټول ۷۷ تنه روږدي راټول کړي او د درملنې په موخه یې روغتیایي کمپونو ته معرفي کړي دي.

همداراز، د خوست، کندز او دایکنډي په ولایتونو کې ۶ تنه د نشه‌يي توکو د پلور او کارونې په تور نیول شوي، چې له دوی څخه یو کیلو شیشه، ۴۴ عدد نشه‌يي ګولۍ او نور ډول‌ډول نشه‌يي مواد ترلاسه شوي دي.


یاد وزارت وايي چې دغه لړۍ به دوام ولري او د نشه‌يي توکو پر ضد به بې‌ساري اقدامات ترسره شي.