slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د هېواد په کچه یې د ۱۴۰۴ کال د غويي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

یاده اداره زیاتوي، چې د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۲.۷ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت یو میلیارد او  ۲۴۴ ميليون ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۴ کال په وري مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۸۵.۷ میلیون ډالر و، د ارقامو تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۴ کال په غويي میاشت کې د صادراتو ارزښت دروان کال د وري میاشتې په پرتله ۱۷ ميليون ډالره زیاتوالی لري.

له بل لوري د روان کال په وري میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۸۴۲٫۸ میلیون ډالرو ته رسیده، چې د په غويي مياشت کې د ۴۰۲.۲ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی په‌کې راغلی دی.

ارقام ښيي چې د روان ۱۴۰۴ کال په غويي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه وو.

د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.