ایاماف: فساد او د مالیې له ورکولو تېښته د پاکستان خزانې له سخت بحران سره مخ کړې.
د پیسو نړیوال صندوق په خپل تازه راپور کې ویلي چې په پاکستان کې پراخ فساد، د مالیې څخه منظمې تېښتې او د عوایدو پټول د هېواد د خزانې د کمزورتیا اصلي لاملونه دي. د یاد سازمان په وینا، د قوانینو پیچلتیا او د څارنې کمزوری مېکانیزم دا ستونزې لا ژورې کړې دي.
د ایاماف راپور څرګندوي چې د پاکستان د مالیې جوړښت د شفافیت د نشتوالي له امله د دوامدارو عوایدو د تولید ظرفیت له لاسه ورکړی. د فنډ د ارزونې له مخې، د مالیه ورکوونکو ریښتینی شمېر د رسمي احصایو په پرتله خورا کم دی، او هېواد اړتیا لري چې دا شمېر لږ تر لږه ۱۵ میلیونو کسانو ته لوړ کړي ترڅو د حکومت عواید ورغول شي او د بودیجې فشار راکم شي.
نړیوال صندوق خبرداری ورکړی چې د پاکستان اقتصاد په وروستیو کلونو کې له پرلهپسې کړکېچونو سره مخ دی، چې پکې درانه پورونه، لوړ انفلاسیون او کمېدونکي حکومتي عواید شامل دي. سره له دې چې ایاماف په تکرار سره د مالیاتي اصلاحاتو غوښتنه کړې، خو پراخ فساد، د قوانینو پېچلتیا او د نفوذګرو شبکو شتون د اصلاحاتو مخه نیولې ده.
پاکستان په سیمه کې د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د نفوس او اقتصادي حجم په پرتله یې د مالیې راټولولو کچه ډېره ټیټه ده. یوازې د وګړو او سوداګریو یوه کوچنۍ برخه منظم مالیه ورکوي. د پیسو نړیوال صندوق په بیا بیا ټینګار کړی چې که پاکستان د مالیې بنسټ پراخ نه کړي، د بودیجې بحران به دوام ومومي او د اقتصادي ثبات لپاره خطر به نور هم زیات شي.


