غزني کې د ترافیکي پېښو له امله ۷ تنه ټپیان شوي
غزني کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله ۷ تنه ټپیان شوي دي.
لومړۍ پېښه تېره ورځ د غزني ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د ثقافت سړک پر سر رامنځته شوې، چې د دوو موټرو ترمنځ د ټکر له امله دوه تنه ټپیان شوي دي.
دویمه پېښه بیا د کابل – کندهار پر لویه لار، د قرهباغ ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځته شوې، چې پکې پنځه تنه ټپیان شوي دي.
دواړو پېښو ته امنیتي ځواکونه په وخت رسېدلي، او ټپیان یې نږدې روغتونونو ته انتقال کړي دي. د چارواکو په وینا، د دواړو پېښو اصلي لامل د موټر چلونکو بېاحتیاطي بلل شوې ده.