په کابل هوايي ډګر کې د نشهیي توکو دوه قاچاقوړونکي نیول شوي دي.
د سرحدي پولیسو لوی ریاست په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې رسنیو ته خبر ورکړی، چې په کابل هوايي ډګر کې یې دوه قاچاقوړونکي داسې مهال نیولي چې غوښتل يې په خپلو بیکونو کې نشهيي توکې له هېواده بهر ته ولېږدوي.
یاد ریاست پولیس راډیو ته وویل چې همدا نن دوهنۍ (دوشنبه ۱۴-۱۱-۱۴۴۶ ) د سهار په ۹:۳۰ بجو د کابل نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قومندانۍ د فضايي امنیت او قاچاق مخنیوي مدیریت د مؤظفینو له خوا دوه تنه مسافر هغه مهال ونیول، چې په خپلو سفری بیکونو کې یی (۷،۸۸۷) کیلو ګرامه نشهيي توکي له خپلو سفري توکو سره په ډیر مهارت ځای پر ځای کړی وو. د خبرپاڼې په حواله؛ تورنو کسانو غوښتل چې د کابل نړیوال هوایی ډګر له لاری دا نشهيي توکي له هیواده بهر ته ناقانونه ولېږدوي.
هېره دې نه وي چې د اسلامي امارت زعیم د فرمان په اساس د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نشهيي توکو د کرکیلې، خرڅلاو او کارونې پر وړاندې کلکه مبارزه روانه ده. د ځینو نړۍوالو ادرسونو له قوله په دې وروستیو کې په افغانستان کې د دې توکو کارونه او سوداګري تقریباً صفر ته ښکته شوې.