ننګرهار کې د احصایې ریاست له لوري د پېژندپاڼو وېش چټک شوی
د ننګرهار ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست چارواکي وایي، چې د "اسان خدمت" ادارې له رامنځته کېدو سره د پېژندپاڼو وېش چټک شوی او د خلکو ستونزې تر ډېره حده حل شوي دي.
د دغه ریاست مالي او اداري لوی مدیر اميد نیازی وایې چې تېر کال یې په دغه ولایت کې څه باندې ۵۲ زره کاغذي پېژندپاڼې او شاوخوا ۹۶ زره ۶۷۷ برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي دي.
ښاغلی نیازی زیاتوي، چې اوس د برېښنایي پېژندپاڼو وېشل ډېر چټک شوي او خلک د لږ انتظار وروسته خپل اسناد تر لاسه کولی شي. بل لور ته، د "اسان خدمت" ادارې مراجعین وایي، له دغې ادارې او د کارکوونکو له چلند راضي دي، او د خدماتو شفافیت یې ستایلی دی.
یو تن ځوان خالص، چې مخکې یې د برېښنایي پېژندپاڼې اخيستو لپاره نوملیکنه کړې وه، وایي چې یوازې لس ورځو کې یې پېژندپاڼه ترلاسه کړې. د یادونې وړ ده، چې په دې ادارو کې د ښځو اړوند کارونه ښځې او د نارینوو اړوند چارې نارينه سمبالوي. د احصایې ریاست مسؤلین وایي، هڅه کوي چې خدمات نور هم معیاري کړي او د خلکو غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وکړي.