د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له تعليمی مرکز څخه ۳۵۰ تنه منسوبین فارغ شوي
ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له تعلیمي مرکز څخه ۳۵۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنیو نظامي، عقیدتي او فکري زده کړو تر بشپړېدو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول. دوي ويلي د فراغت په دغو مراسمو کې د بدخشان ولایت مرستیال والي قاري محمد طیب، د ملي دفاع وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدالله سعید، د فرقې مرستیال قاري عبدالواصل نظري او ګڼ شمېر نورو مسؤلانو ګډون کړی وو.