د هېواد د ګمرکونو مسئولینو د افغانستان اسلامي امارت له رئیسالوزراء سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت رئیسالوزراء، الحاج ملا محمد حسن آخند، نن د هېواد د ګمرکونو له مسئولینو سره د مشورتي ناستې په ترڅ کې ولیدل. په دې ناسته کې د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر آخند او د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد هم حضور درلود.
د ناستې په پیل کې د مالیې وزیر رئیسالوزراء ته ډاډ ورکړ چې د وزارت ورځني چارې په مؤثر ډول پرمخ وړل کېږي. ورپسې د ګمرکونو لوی رئیس د ټولو رئیسانو په استازیتوب معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې ګمرکي عواید په دوامدار ډول د زیاتوالي په حال کې دي او په بشپړ شفافیت سره بیتالمال ته سپارل کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د کاري وختونو د پراخېدو له امله، سوداګریز بهیر چټک شوی او وارداتي توکي پر وخت طی مراحل کېږي، چې دا پرمختګ د سوداګرۍ پر پراختیا مثبت اغېز کړی دی.
رئیسالوزراء د ګمرکونو له مسئولینو څخه د دوی د رښتینو هڅو مننه وکړه او د هغوی کړنې یې وستایلې. نوموړي ټینګار وکړ چې له ولس، په ځانګړې توګه له سوداګرو سره باید ښه، عادلانه او مسؤلانه چلند وشي. هغه د ګمرکي خدماتو د لا اغېزمنتیا په موخه اړینې لارښوونې هم ورکړې.
یاده ناسته، چې د ګمرکي چارو د ښهوالي او همغږۍ په هدف ترسره شوې وه، د هېواد د ګمرکونو د مسئولینو د هڅو د لا انسجام لپاره یو مهم ګام وبلل شو.