د ولسي شورا له خوا د دوو کورنیو ترمنځ دوه کلنې شخړې او جنجالونه حل شول.
د پکتیکا ولایت وازیخوا ولسوالۍ مربوط د ګواشتې سیمه کې د دعوت او ارشاد مدیریت د منسوبینو په هلو ځلو او د اولسي شورا لخوا د دوو کورنیو ترمنځ دوه کلنې شخړې او جنجالونه حل او روغه جوړه یې وشوه.
د ګواشتې سیمه کې د حبیب الله خان او ګل محمد د کورنیو ترمنځ د لارې (سرک) پر سر جنجالونه راپورته شوي وو، چې وخت ناوخته پکې شخړې هم رامنځته شوې وې، چې اوس موضوع بنیادي حل او هواره شوه.
د یادو کورنیو او سیمې مخور خوښ دي، چې راپورته شوي جنجالونه او شخړې یې د دواړو جانبینو په خوښ رضایي سره حل او فصل کړل.
د دعوت او ارشاد مدیریت اړوند د اولسي پولیسو امریت لخوا په مرکز او ولسوالیو کې اولسي شوراګانې ایجاد شوې، چې تل د ا.ا او اولس ترمنځ واټن، د قومونو او کورنیو ترمنځ روغې جوړې رامنځ ته کوي.